نړۍ

دپاکستان صدراعظم : افغانستان ته دناټو تدارکاتي لاره به تړلي پاتي شي

٢٢ – اسلا م اباد بي  بئ سي   دليندي دمياشتې ٢١ :

دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي  ښايي هيواد يې دپاکستان له لاري  افغانستان ته دناتو دکاروانونو لاره  دڅواوونيو لپاره تړلي وساتي .

ګيلاني ويلي دي  چې دپاکستان دځواکونو په يوې پوستي دامريکا دوه اوونۍ مخکې هوايي بريدونو  پرخلاف  داعتراض په توگه افغانستان ته دناتو دتدارکاتو دليږدونې لاره تړلې ده په دغه بريد کې څه ناڅه شپږويشت تنه ووژل شول .

ګيلاني  په امريکا باندې دپاکستان دهوايي حريم دتړلو په باب اوازي اټکلونه او انګيزي تائيدي نه کړي خوپاکستاني مقاماتو تاييده کړي ده چې دټاکلي مودي په پاى ته رسيدو  سره  امريکايي ځواکونو په بلوچستان کې  دپاکستان يوه هوايي اډه تشه کړې ده.

په همدي اړوند دپاکستان يو امنيتي مقام وويل  يوه امريکايي الوتکه پرون له  دوه ديرشو تانو وروستي امريکايي پرسونل سره په بلوچستان کې دشمسي  هوايي اډه خوشي کړي او دپاکستان اردو دغه اډه په خپل واک کې لري .

ګيلاني وويل دواړو هيوادونو په اړيکو کې محسوسه نيمګړتيا او تراوسه پوري دواړو هيوادونو ترمنځ باور نه شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته