فرهنګ

ديارلس تاريخي اثار ترلاسه شول

پوليسو په کندهارولايت کې له قاچاق وړونکو څخه ديارلس تاريخي اثار ترلاسه کړل.

ددغې پيښې په اړوند ويل شوي دي چې پوليسو درې تنه نيولي دي .

دکندهارولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطﻻعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه تاريخي اثار چې ديارلس قلمه مسي لوښې پکې دي  دتروريزم پرخلاف دمبارزي دپوليسو له  خوا ترلاسه شوي دي.

 ترلاسه شوي شواهد ښيي چې ددغو اثارو  تاريخي لرغونتيا   درې سوه کلونو ته رسيږي .

يوه اړونده خبرځاى وويل ترلاسه شوي اثار  د کندهار ولايت  داطﻻعاتو اوفرهنګ رياست ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته