دهيواد په ځينوولايتونو کې دافغان امنيتي ځواکونو او دنړيوالو پوځونو په جلا جلا عملياتوکې دوه څلويښت تنه وسله ال مخالفين ووژل شول او اووه ديرش تنه نور يي ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات په تيرو څلورويشتو ساعتونوکې دننګرهار ، لغمان ، بلخ ، کندهار ، هلمند ، خوست او غزني په ولايتونوکې ترسره شوي دي چې له امله يي دوه څلويښت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اووه ديرش تنه نور يي ونيول شول .
ديوه اړونده خبرځاى د څرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې ددښمن پنځلس کلاشينکوفونه ، پنځه اويا کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، يو توغندي ويشتونکي ، دوه ميله پيکا ، يوماين ، دوه لاسي بمونه ، دوه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي او يو موټر په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .