ورزش

دوه وزن پورته کوونکي ورزشکاران وستايل شول

دوه تنه وزن پورته کوونکي نن د المپيک د ملي کميټې له خوا وستايل شول.

 دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : عبدالوکيل حميد چې دازبکستان په تاشکند کې د(اسياکپ ) د وزن پورته کولو په سياليو کې يې دسرو زرو درې مډالو نه اوعبدالروف د ژيړو يو مډال ګټلي و ، نن د المپيک د ملي کميټې له خوا وستايل شول.

په دغو سياليو کې چې په روان کال کې د نوامبر له ٢٤ نيټې څخه ددسمبر تر دويمې نيټې پورې ديوولسو اسيا يې  هيوادو نو د ورزشکارا نو ترمنځ تر سره شوى و افغا نستان دويم مقا م و ګاټه

په دغو سياليو کې دازبکستان ورزشکارا نو لو مړۍ مقام اود پاکستان ورزشکارانو دريم مقام وګا ټه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته