کابل باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په چاوديدونکو توکو بار يو هينو ډوله موټر د کابل ولايت د چهارآسياب ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او ترلاسه کړه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د طالبانو تروريستي ډلې غوښتل له يوه هينو ډوله موټرڅخه په استفادې سره چې ٢٥٠٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي يې په پنځوسو بوريوکې ځاى پرځاى کړي و او کابل ښارکې چاوديدونکي بريد ترسره کړي چې د دغه رياست د موظفينو له خوا کشف او شنډ کړاى شول.
خبرځاى وويل چې د دغه بريد طرحه په لوګر ولايت کې د طالبانو د تروريستي ډلې د ځانمرګو او چاوديدونکو بريدونو د مسوول په حذيفه مشهور نصرالله له خوا برابره شوې وه .
دغه سړي پلان درلود چې په چاوديدونکو توکو بار موټر د چهار آسياب ولسوالۍ له لارې کابل ښار ته وليږدوي.
د طالبانو تروريستي ډلې مخکې له مخکې مشخص هدفونه ټاکلي وو چې د دغه موټر په ليږدونې سره په کابل ښارکې تروريستي بريد ترسره کړي.
0 1 دقیقه لوستل