کابل باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دهرات ولايت دوه تنه اوسيدونکي په ادرسکن ولسوالۍ کې دانسان تښتوونکو له منگولو څخه آزاد شول.
د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ دپوليسو يو مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل : دغه دوه تنه چې يو يې چلوونکى او بل يې د يو بار وړونکې موټر شاګرد و د ناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا د هرات _ قندهار د لويې لارې په اوږدو کې تښتول شوي وو.
دغه دوه تنه نن د ملي پوليسو په عملياتو کې د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول.
4 د یوې دقیقې څخه لږ