دهرات دملي امنيت ځواکونو پرون يوه ځوانه نجلۍ دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاده کړه .
دغه نجلۍ چې اتلس کلنه ده پنځلس ورځې مخکې دتښتونکو له خوا دهرات له ښار څخه تښتول شوې وه .
دهرات دوالي ويندوى وويل دوه تنه د موضوع په اړوند نيول شوي دي .
دغه ځوانه نجلۍ دملي امنيت دمنسوبينو دپلټنې په عملياتوکې د هرات ښار اړوند په يو کور کې دتښتونکو له منګولو څخه ازاده کړې شوې ده .