کابل باختر د تلي پنځمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو دوه پنځلس کسيزې تروريستي شبکې په قندهار ولايت کې ونيولې.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د طالبانو دوه تروريستي شبکې چې پنځلس تنه او په کويټې شورا پورې مربوط دي او په قندهار ولايت کې په ورانکارو تروريستي عملونو او د ديني عالمانو، قومي مشرانو، د دولتي کارکوونکو په ترور، د کمين په نيولو او په امنيتي پوستو په بريدونه بوخت وو؛ د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شول.
له دغو تروريستانوڅخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ