خبرونهامنیت

دولس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په روزګان کې د نويو جګړو په بهير کې ١٢وسله وال طالبان ووژل شول او٦ نور یې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه کله چې په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړ، له ځمکې او هوا پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړوکې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نور یې ټپيان شوي دي. دغه راز د دښمن څو جنګي وسايل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -ااکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته