خبرونهنړۍ

دوحه کې د اوربند خبرې؛ دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي دي

نړۍ، د کب ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د صهیونستي رژیم د پوځ راډیو نن پنجشنبې اعلان کړی، چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د حماس غورځنګ او اسرایلو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي او هره لحظه امکان لري د اسیرانو د تبادلې او اوربند په اړه هوکړې ته ورسېږي.

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، تمه لري د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د اعلان شاهدان واوسي.

ځینې نورې سرچینې بیا د دې احتمال کوي، چې ممکن دغه اوربند تر رمضان وړاندې ټینګ شي او تر شپږو میاشتو به دوام وکړي.

د روانې نږدې پنځه میاشتېنۍ جګړې په موده کې یواځې د اوو ورځو لپاره اوربند ټینګ شوی و، چې په ترڅ کې یې د ښکېلو لوریو ترمنځ یو شمېر اسیران تبادله شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته