روغتیا

دميندو اوماشومانو دمړينې په کچه کې دتيرو اوو کلونو په پرتله کمښت راغلي دي.

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې نن په يو خبري کنفرانس کې  دهغو څيړنو نتيجې اعلام کړي چې دهغې له مخې دتيرو اوو کلونو په پرتله دميندو او ماشومانو دمړينې په کچه کې کمښت راغلي دي.

 دغه سروي  په ٢٠١٠ ميلادي کال دافغانستان دروغتيا انستيتوت او داحصائيې دمرکزي اداري له خوا    آي  سي  اف   داداري له خوا ترسره شوي دي.

دباختر داطلاعاتي ا ژانس دخبريال دخبرله مخې  دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريادليل په دې خبري کنفرانس کې دميندو اوماشومانو دمړينې ودکچې په اړوند هراړخيز وباله او ويي ويل  دافغان ميندو او ماشومانو دمړينې په سلو کې شپيته افغان ښځي اوس  له زيږون څخه مخکې په څارنو بشپړلاسبري لري  او دزيږونونو له دريو برخو څخه يوه يې دمسلکي افرادو له خوا کېږي .

دثريا دليل دڅرګندونوله مخي د ٢٠١٠ ميلادي کال سروي دښوونې اوروزنې په برخه کې دتيري لسيزي دبنسټيزو پانګې اچونې مثبتي نتيجي ښيي.

دافغان ميندو اوماشومانو دمړينې دکچې دسروي له مخې دهغو ښځو شمير  چې اميدواري داختلافونو له امله خپل ژوندله لاسه ورکوي دتيرو اوو کلونو په پرتله  کمښت موندلي دي اوبايد وويل شي  چې دزيات عمرلرونکو کسانو دمړينې په کچه کې هم کمښت راغلي دي .

ثريا دليل  په دې باب  وويل په اميدواري پوري  اړوند په هرو پنځوسو افغان ښځو کې يوه يې دميدواري له جدي ګواښ سره مخامخې دي .

دغه سروي  دغه راز دواده په عمر او دزيږونونو ترمنځ دواټن په باب دپوهاوي مثبت بدلونونه ښودلي دي چې په مسلمه توګه ښيې چې دعامې ر وغتيا وزارت له خوا دپوهاوي دورکولو کار مثبتي نتيجي ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته