اقتصاد

دميدان وردگو دسمسورتيا او اوبو دسيستم دتنظيم په خاطر دنيم مليونوډالرومرسته وشوه

کابل باختردليندي دمياشتې ٢٤ :

دامريکادکرنې وزارت  دميدان وردګوولايت دسيداباد ولسوالۍ دسمسورتيا  اواوبولگولو دسيستم دتنظيمولو په خاطر څه ناڅه پنځه سوه زره ډالره مرسته وکړه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې :  ددغې پروژې په چوکاټ کې ټاکل شوې ده  دشنو ساحو دتنظيم لپاره  پراخ پروګرام  اوپه نيالګيو سره دسيداباد دبيلابيلوسيمو ښکلا او  ددغې ولسوالۍ داوبورسولو شبکه تنظيم اوتطبيق شي.

دسيداباد ولسوالي ډاکتر مسلم پرون ددغې پروژې په پرانستلو کې  وويل چې ددغه پروګرام تطبيقول دغه راز ددغې ولسوالۍ پنځه سوه تنو ورزګارو ځوانانو ته دکار زمينه هم برابروي .

محمدحليم فدايي هم  ددغې پروژې دپرانستلو په مراسمو کې دسيدابادپه ولسوالۍ کې دابو دښه سيستم نشتوالې ته په اشاري سره ددغې پروژې تطبيقول يي دخلکو له مهمواړتياو څخه وبلل .

په اوس وخت کې  دسيدابادولسوالۍ ټولو سيمو  اوپه تيره بيا دغرونو لمنو ته دکرنې  اوځښاک  داوبو رسولو لپاره يو واحدسيستم نشته .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته