امنیت

دملي امنيت شورا دليږدونې په دويم پړاو کې دشاملو سيمو امنيتي مسووليتونه تصويب کړل دهيواد په سلو کې پنځوس وګړي دامنيتي مسووليتونو دليږدونې ترپوښښ لاندې نيول کيږي

دهيواد دملي امنيت  دشورا په غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ  کي جوړه شوه دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دهغو اداري واحدونو په باب دليږدونې دکميسيون وړانديز منظورکړ چې دليږدونې ددويم بهير په دويم پړاو کې شامليږي.

دليږدونې دکميسيون په  وړانديز اود جمهوررييس په منظوري دبلخ ، دايکندي،  تخار، سمنګانو ، کابل اونيمروز ولايتونو په بشپړه توګه دليږدونې دبهير په دويم  پړاو کې شامليږي.

دغه راز دجلال اباد، چغچران  ، شبرغان ، فيض اباد ، غزني ، ميدان ښار اودقلعه نوښارونه  دهغو ښارونو له جملې څخه دي چې دمسووليت دليږدونې ددويم پړاو تر اغيزي لاندې راځي.

دغه راز دبدخشان  ولايت اړوند دشهر بزرګ ،  کوزيفتل ، ارغنج، بهارک ، تشکان او کشم ښارونو دبادغيس ولايت دآب کمري  ، دهلمند ولايت دناوي ، نادعلي  اومارجې ولسواليو   دشينډنډ ، اوبه  اوچشت شريف له ولسواليو پرته  دهرات ټولو ولسواليو ، دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ  دننګرهار ولايت دبهسودو ، کوزکونړ، کامي  اوسره رود ولسواليو  دشينواري اوسياه ګرد پرته دپروان ولايت ټولو ولسواليو له صياد ولسوالۍ پرته دسرپل ولايت ټولو ولسواليو اودميدان ورد ګو ولايت دبهسودو لومړي برخي ، جلريز اودبهسود دمرکز ولسواليو دمسووليتونو دليږدونې په دويم پړاو کې شامليږي.

ديادونې وړ ده چې دباميانو اوپنجشير ولايتونه په بشپړه توګه ، له سروبي ولسوالۍ پرته دکابل ولايت  دهرات ښار ، دهلمند ولايت دلښکرګاه ښار ، دبلخ ولايت دمزارشريف ښار  او دلغمان ولايت دمهترلام ښار دمسووليتونو دليږدونې په لومړي پړاو کې و چې دغه پړاو په برياليتوب سره پاى ته ورسيد.

ديادونې وړ ده چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي  دنننۍ پريکړې له مخې دهيواد په سلو کې پنځوس وګړي دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  دبهير تراغيزي لاندې نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته