کابل باختر دغبرګولي ٢٧ :
دملي اردو پنځه تنه سرتيري پرون دهلمندولايت په مربوطاتوکې په واټ کې د ښخ کړاى شويوماينونو د چاودنې په څو پيښوکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ماينونه چې د وسله والو طالبانوله خوا د هلمند ولايت د موسى قلعه، ګرمسير او سنګين د ولسواليو په مربوطاتوکې په لاره کې ښخ کړاى شوي و؛ د ملي اردو دمنسوبينو د وسايطو د تيريدو په وخت کې وچاوديدل چې له امله يې د ملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ