کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار او ددغه ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو کسانو له خوا په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې له امله د ملي اردو يو منسوب شهيد او يو تن بل ټپي شو .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : چې دملي اردو يو منسوب په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدشوى دى
دغه ټکى د دغه دفترپه نننۍ خبرپاڼه کې خپور شوى دى .
دملي اردو منسوبينو په هيواد کې دسولې او امنيت د ټينګښت په مقصد دفراه او هلمندد ولايتونو د بکوا اوسنګين دولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات تر سره کړل چې له امله يې يو توغندي ويشتونکي ، درې درندې ماشينگڼې ، درې لاسي تومانچې ، پنځه قلمي تومانچې ، يوه اندازه مهمات اويوکرولا موټر ترلاسه شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل