سیاست

دمشرانو جرګي عمومي غونډه جوړه شوه

دسنا مجلس دلومړۍ نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ  دمشرانوجرګې په نننۍ غونډه کې   د محرم الحرام  دلسمې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  د لمسي حضرت امام حسين بن علي  ( ک )  دشهادت دورځې   درناوي وشو او په دې اړوند  يو جلا پيغام  صادر شو .

 دمشرانو جرګي  مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ سناتورانو  دغونډې دازادو خبرو په برخه کې  دبن  د دويم کنفرانس  د جوړولو ، اداري فساد ، امنيتي مسئلو او دنورو مواردو  په ګډون  ديو لړ مسئلو په باب  خبري وکړې  او څرګنده يي کړه چې  نظريي يې  دبن په غونډه کې دمشرانو جرګي  ګډون کوونکي هيئت ته  وليږل شي .

  دغه راز  په بي ساري توګه داوبلن ګاز دبيو د لوړوالي په باب  دمشرانو جرګي  دملي اقتصاد دکميسيون رييس وويل  چې ټاکل شوې ده  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  دنفتي توکو  د تصدي رياست  نن د ليندى دمياشتې  په ديارلسمه نيټه  په زرګونو ټنه اوبلن ګاز د اويا پلورنځيو له لاري په خلکو وويشي .

دغه راز دمشرانو جرګي غړو  داوبلن ګاز په احتکار او دخصوصي سکتور په نه همکاري باندې انتقاد وکړ . 

 په غونډه کې  سناتور علي اکبر جمشيدي وويل چې دايران هيواد په دغه هيواد کې يو مليونو  تنو افغان مهاجرينو ته د کارګري  اجازه ليک  ورکړي دي  خو  دکورنيو چارو وزارت  د پاسپورت رياست   دپاسپورت  ويشلو ته  پوره تياري نه لري اوبايد  مسوول مقامات  دايران  له لوري سره  ددغه اجازه ليک  دنيټې  د تمديد او دتابعيت دتذکري له مخې  دپاسپورت  دويش په برخه کې خبري وکړې او ستونزه دي حل کړي  .

 دغه راز  د خبرو په بهير کې  دواوري داورښت له امله  دبدخشان ولايت د اتو ولسواليو  دمواصلاتي لارو  د تړل کيدو يادونه وشوه  او وويل شول  چې  ددغو ولسواليو  دښوونځيو د ښوونکو معاشونه  له څو مياشتو راپديخوا نه دي ويشل شوي  چې بايد حقوق يي  دهوا له لاري ورته  وليږدول شي  چې  ځکه ددغو ولسواليو ښوونکي  له سختي  اقتصادي ستونزې سره  لاس اوګريوان دي . 

 دغه راز  له سړکونو څخه  دماشومانو دراټولولو ، درخصتي  په ورځو کې  دملي شورا  غړو ته  دامنيتي تدبيرونو او ددسمبر دمياشتي ددريمې نيټې  دمعلولينو د نړيوالي ورځې  او دځينو نورو  مسئلو په باب  خبري وشوي .

  وروسته له اجندا سره سم سناتورې  ملکي مايل زاده  دبلخ  ، کونړ او دننګرهار  ولايتونو ته  د ښځو دچارو  او دمدنې ټولنې  دکميسيون د هئيت  دسفر  رپوټ بيان کړ  او وي ويل  دکميسيون هيئت  دبلخ ولايت ته  د سفر په وخت کې  ددغه ولايت  له والي  عطا محمد نور سره  په دغه ولايت کې  دښځو دحالت دښه والي  په باب  کتلي دي .  او هم يي  په دي باب  دولايتي شورا  له غړو  ، دښځو دچارو درياست ، کار او ټولنيزو چارو  او ددغه ولايت د ښځينه جيل له مسوولينو او منسوبينو سره  خبري شوي دي چې دځاى کمښت او  ددوي  دنسبتي دوسيو څيړنه  ددوي دستونزو  له جملي څخه  وبلله او زياته يي کړه  دغه هيئت دکونړ له والي  سيد فضل الله  واحدي سره  په کتنه کې  ددغو موضوعګانو په باب خبري کړي دي . چې ددغه ولايت ښځو  د ښځينه بڼ او دروزنيزو مرکزونو  جوړولو ته  اړتيا لرله  چې په ملي پروګرامونو کې ښځو ته دونډي نه ورکول او دسيمه ئيزو ستونزو په نسبت  په رقابتي  ازموينو کې  دهغوي  کمه علاقمندي  ددوي دستونزو  له جملي څخه  او دترانسپورتي  وسايلو او پرسونل  کمښت  ددغه ولايت  دښځو دچارو  درياست  له اړتياو څخه  وبلل شول .

  دغه راز  ميرمن مايل زاده  دننګرهار  ولايت  په باب  يو رپوټ بيان کړ او وي ويل  چې دښځو دچارو دکميسيون هيئت  د دغه ولايت له والي  ګل اغا شيرزي سره خبري کړي دي  چې ده د ښځو دحالت  دښه والي په برخه کې يو لړ  برياليتوبونه  بيان کړي دي .  او دښځو لپاره دليليي دودانۍ  لرل  او هغوي ته   دحرفوي انستيتوت  جوړول  دننګرهار ولايت دښځو  مهمې ستونزې  وبللي او زياته يي کړه  چې ښځو ته  دي دکانکور په ازموينه کې  دلومړيتوب  حق  ورکړي شي .  او دوي ته نږدي  تحصيلي  موسسو کې دي  جذب شي .

 دغونډې په پاى کې  ددفاعي او دداخلي امنيت دچارو دکميسيون  امنيتي طرحه  چې په لسو  مخونوکې  برابره شوې وه  دمشرانوجرګي په غړو وويشل شوه  چې هغوي  د ژمنيو رخصتيو په وخت کې  دغه طرحه  مطالعه کړي او ددغې طرحي دلازياتي  بډايني  په لاره کې دي  خپلي نظريي  او پيشنهادونه وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته