امنیت

دماين دچاودنې يو ماشوم معيوبه کړ

دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې  دماين دچاودنې له امله  ديوماشوم پښه غوڅه شوه.

دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه چاودنه پرون دارغنداب ولسوالۍ دمربوطاتو په بي بي هوا قلعه کې رامنځته  شوه  چې له امله يې ديو ماشوم پښه غوڅه شوه.

خبرځاى وويل دغه ماشوم ددرملنې په خاطر د ٢٠٥ اتل قول اردو پوځي روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته