بغداد – بي بي سي – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
له عراق څخه په نويو د راسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې د فلوجه د ښار کنترول د دولت له لاسه وتلى دى .
دبي بي سي دخبري شبکې دخبرله مخې : د عراق او شام د اسلامي دولت په نامه دالقاعده په ډلې پورې اړوند يوې ډلې دښار دجنوبي برخو کنترول ترلاسه کړى دى .
دتيرې چهارشنبې له ورځې څخه چې دفلوجه او د رمادى ښارونو ځينې برخې د سني مليشو لاسته ورغلي دى د دولتي ځواکونو او سني مليشو ترمنځ خونړى نښتې دوام لري.
دعراق له دولتي ځواکونه سره ديو شمير وسله والو مخورو ملاتړ شته .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په رمادى او فلوجه ښارونو کې څه ناڅه دوه ديرش تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دولت پلويو مليشودصحوه د ډلې يو قوماندان ادعا کړې ده چې يوازې په رمادي سيمه کې په القاعده پورې اړوند شپيته تنه سنيان وژل شوي دي .
مليشي په فلوجه کې دعراق او شام داسلامي حکومت تر بيرغ لاندې جنګيږي .
دغې ډلې په سوريه کې هم ځينې سيمې نيولي دي .
دفلوجه ښار له ستراتيژيکي پلوه دعراق له مهمو ښارونو څخه دي .
0 1 دقیقه لوستل