امنیت

دطالبانو يو قوماندان له اتو تنو نورو سره ونيول شو

دطالبانو يو قوماندان له اتو تنو نورو سره پرون په کندهار ولايت کې ونيول شو.

دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه کسان دکندهار ولايت په ژيړۍ  ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو ځواکونو په گډون عملياتو کې ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  په نيول شويوکسانو کې دطالبانو يو قوماندان هم شته چې له دوي  څخه يوه اندازه وسلې اومهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دوه ورځې  مخکې هم  دکندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې په تصفيوي عملياتو کې يوه اووه کسيزه ډله نيول شوې  وه .

 دژيړۍ ولسوالۍ دکندهار په پنځه ديرش کيلومتري کې موقعيت لري او دکندهار ولايت يوه ناامنه ولسوالۍ ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته