-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د سمنګانو په مرکز ايبکوښار کې نن له غرمې مخکې چاودنه وشوه .
عيني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته د ډزو غږ هم د پېښې له سيمې څخه اورېدل کېدل.
د سمنګانو د ولايتي شورا رييس راز محمد موحد وويل: چاودنه د ملي امنيت او څارنوالى ودانيو ته څېرمه شوې ده چې تراوسه پورې د چاودنې ډول او د سر زيان څرګند نه دى .
خوعيني شاهدانو وويل: دغه چاودنه د يوموټر بم زېږنده وه اوښايي چې د سرزيان ولري .
دخبر جزئيات وروسته خپرېږي.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ