سیاست

دستري محکمې عالي شورا غونډه وکړه

دستري محکمې  عالي شورا نن دقاضي القضات او دستري محکمې دسرپرست  پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ  غونډه وکړه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته  دستري محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې،  لومړي دعالي شورا دوخت دضايع کيدو  او په جزايي ، مدني ،دشخصيه احوالو او تجارتي قضيو د نوى  نظر دکولو په مسئلو  کې دقضيې  د لوري دلالهاندي  دمخنيوي په خاطر تصميم ونيول شو چې د نوى عريضو دڅيړنې په مقصد  دى دخبيرو اشخاصو په ترکيب يو کميسيون موظف  شي. کميسيون دنده لري يواځي هغه عريضۍ عالي شورا ته وړاندي  کړي چې دنوى نظر دکولو  قانوني شرايط ولري .

 وروسته عالي شورا تصميم ونيوه چې په هرو دريو مياشتوکې يوځل دى  له برابر شوي پلان سره سم دولايتونو داستيناف  رييسان دڅيړنې په لاره دعالي شورا محضر ته حاضر شي .

او دخپلو  قضايي  او اداري اجرااتو  رپوټ دى  تر امر لاندې محکمو له ټولو کاري ساحو څخه وړاندي کړي  او دقضاييه قوي داداري  عمومي امريت ته لارښوونه وشوه چې د ولايتونو داستيناف درياستونو  دکاري رپوټ  دوړاندي کولو د څرنګوالي  مفرداتو برابر او دعالي شورا  يوې غونډې ته  وړاندي کړي .  چې دعالي شورا له تصويب وروسته  داستيناف رييسان  دهغو له مخې  د عالي شورا په محضر کې  دخپلو اجرااتو په باب  څرګندونې  وکړي .

  دغه راز  دقضايي پلټنې درياست رپوټونو او دتدقيق او مطالعاتو رياست  نظريې ته  په پاملرنې سره  دوظيفوي سرغړونې په اړوند دکاپيسا ولايت داستيناف محکمې دعامه امنيت  د ديوان  يو تن پخوانۍ غړي  ته  د قضايي سرغړونو د څيړنې  له مقرري سره سم  توصيه  تجويز شوه . او دغه راز په يوه قضيه کې د سرغړونو په وړاندي  دهرات ولايت داستيناف محکمې  دعامه امنيت دديوان دريو تنو  قاضيانو ته  درې ورځې  کسر معاش  ورکړي شو .

 وروسته  له اجندا سره سم  له قضايي  او غير قضايي ارګانونو څخه  يو شمير رسيدلي  استهداګاني  وڅيړل شوې او په دې ډول  لارښوونه وشوه .

  سربيره پر دى  ددايکندي ولايت ته دشپږ اويا زره  درې سوه  اووه ديرش متريک ټنه  غنمو د قانوني پړاونو  له  بشپړولو پرته  دليږدونې په قضيه کې چې په بيړني حالت کې دپړاونو له بشپړولو مخکې ترسره شوي دي دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دنهو تنو تورنو مامورينو  له عدلي څارنې څخه  دتيريدو په باب   د جمهوري رياست ددويم مرستيال او له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې  درييس  دحکمونو له امله  له اداري فساد څخه درامنځته شويو جرمونو دابتدائيه څارنوالي د وړانديز په باب لارښوونه وشوه چې دموضوع څيړنه دڅارنوالي  صلاحيت دى او دوسيه دى  څارنوالي ته  وړاندي شي .

  دشهيدانو او معلولينو  او دعادي مامورينو دتقاعد دحقوقو په باب دجوزجان ولايت داستيناف محکمې درياست د استهدايې په اړوند څرګنده شوه  څرنګه چې  دتقاعد دحقوقو په مشخص  مورد کې  دملکي خدمتونودکارکوونکو  دتقاعد دحقوقو  مقرره صراحت لري استهدا کوونکي  مرجع دى له هغې  سره سم اجراات وکړي  او مطلب يې حل کړي 

 په همدې ترتيب  په املاکي دفترونوکې دولسواليو  داستوګنې  دزياترو حويليو د نه املاکي قيد په باب  دجوزجان ولايت  داستيناف محکمې  درياست  داستهدايې  په باب  دتدقيق او مطالعاتو رياست ته دنده وسپارل شوه  چې له دقيقو  مطالعاتو وروسته دى  دقوانينو او مقرراتو او دسيمې د عرف په پام کې نيولو سره  په دى اړوند  مشخصه او دقيقه طرحه برابره  کړي . او دغور لپاره  دى دعالي شورا يوې غونډې ته پيشنهاد کړي .

 دبيا کتنې دڅلورو  نويو غوښتنو درد په څيړنې او د محکمې دبدلون  دديارلسو تاييدي غوښتن ليکونو په څيړنې برسيره  چې ددعوا دخاوندانو  او دلوى څارنوالي  داداري له خوا دمدني اوجزايي قضيو کې  طرحه شوي و  هم  داجندا يوه  برخه وه   چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .

  ديو بل خبر له مخې ،  دخوست ولايت د استيناف رياست  يو مالي مامور  دتيرو کلونو  دځينو تخصيصونو او دځينو موسسو دمرستو  داختلاس  په تور  دقضايي کنترول او څارنې  رياست  دموظفينو له خوا ونيول شول او موضوع  تر قانوني څارنې لاندې  ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته