ټاکل شوې ده دښځو اوماشومانو دقاچاقو دترافيکو په اړوند دسارک دسازمان څلورمه غونډه په راتلوونکې اوونۍ کې په کابل کې جوړه شي .
دکابل له نړيوال هوايي ډګرڅخه دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې: په همدي مقصد نن دهندوستان ، پاکستان ، مالديو اوسريلانکا دهيوادونو هيتونه په دې غونډه کې دگډون په مقصد کابل ته راورسيدل.
دغه غونډه دکار ، ټولنيزو ، شهيدانو اومعلولينو دچارو وزارت په کوربه توب او دافغانستان دبهرنيو چارو اود اطلاعاتو اوفرهنګ وزارتونو په همکاري جوړيږي.