خبرونهامنیت

درې ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

۱۶- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
هوايي ځواکونه وايي چې په قندهار کې ٢٣ وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د پوځيانو پر پوستو د بريدونه وکړي.
د رپوټونو له مخې؛ لسګونه وسله وال طالبان تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په دوو ساحو کې راټول شوي وو او غوښتل یې پر امنیتي پوستو بريدونه ترسره کړي چې د هوايي ځواکونو هدف ته له رسېدو مخکې پرې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې ٢٣ يرغلګر ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د ٣٠ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته