کابل باختر دوږې اوومه :
دروزګان ولايت دچوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
دچوري ولسوال عبدالمالک دباختراژانس خبريال ته وويل په نرمه سيمه کې چاودنه هغه وخت وشوه چې پوليس د چاڼيزو عملياتو له ترسره کولو وروسته ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته ستيندل .
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې دامنيه قوماندانۍ د مرستيال په ګډون درې تنه پوليسان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې پيښې ټپيان ددرملنې لپاره دقندهار ولايت ته ليږدول شوي او ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ