امنیت

درې تنه سړي تښتوونکي ونيول شول

دکندهارولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو يوماشوم دتښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او دپيښې په اړوند يې درې تنه تښتوونکي ونيول.

ديادونې وړ ده  نيول شوى ماشوم پنځلس ورځې دډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تښتوونکو سره په يوه پټنځاى کې ساتل کيده.

دکندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرزاق دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چي درې تنه تښتوونکي  دډنډ ولسوالۍ دپوليسو په عملياتو کې چې يو ماشوم يي تښتولي و ونيول شول.

خبرځاې وويل تښتوونکو ددغه ماشوم دخوشي کولو په بدل کې د ده له کورنۍ څخه شپيته زره امريکايي ډالره غوښتي وو چې دپوليسو له خوا ونيول شول.

خبرځاى زياته کړه تښتول شوي ماشوم هم دتښتوونکوله منګولو څخه خوشي شو او کورنۍ ته يي وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته