سیاست

درې اړخيزه غونډه جوړه شوه

د افغا نستان او پا کستان له نشه يي تو کو سره دمبارزې د چارو وزيرا نو اود ايران د کورنيو چارو وزير نن د نشه يي تو کو پرضد ګډه مبار زه کې يو تفا هم ليک لاسليک کړ

د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : د افغا نستان له نشه يي تو کو سره د مبارزې د چارو وزير ضرار احمد مقبل ، د ايران د کورنيو چارو وزير مصطفي  محمدنجار اود  پا کستان د نشه يي تو کو د کنترول وزير خدا بخش راجر نن په کا بل کې وکتل اود نشه يي توکو له قا چاقو سره د مبارزې داغيز منو لارو چارو په باب يې خبري و کړې

د باختر د اطلاعا تي  ا ژانس دخبر له مخې ددغو دريو هيوادونو مقاما تو له غونډې اود همکاري دتفاهم ليک له لاسليک کولو وروسته دتفاهم ليک د محتويا تو اود خبرو وړ مسا لو په باب خبريالانو ته معلو ما ت ورکړل

 د هيواد له نشه يي تو کو سره دمبارزې د چارو وزير ضرار احمد مقبل وويل: داغونډه د افغا نستان اود  ايران او پا کستان د هيوادو نو ترمنځ د پخوا نيو غونډو په دوام جوړه شوه

ده په دې برخه کې ددې غونډې اوپخوا نيو غونډو يادونه و کړه او وي ويل: ددغو غونډو د تفاهم په نتيجه کې د نشه يي توکو له قا چاقو سره د مبارزي په کا بل کې زيات برياليتو بو نه لري

 مقبل زيا ته کړه : د افغا نستان ، ايران او پا کستان ترمنځ په اوسنې غونډه کې يو لړ پريکړى هم وشوې چې زيا تره يي په همکاري اود پولو په کنترولولو پورې اړه لري

مقبل دغه را ز څرګنده کړه را تلونکي غونډه به په را تلونکي کال کې تهران کې جوړه شي

دغه را ز د ايران د کورنيو چارو وزير وويل: دى ته په پا ملرني سره چې نشه يي تو کې نړۍ ته يو ګوا ښ دي او پرخلاف يي مبار زه سيمه ييزو او هم نړيوالو هلو ځلو ته اړ تيا لري

مصطفي نجار هم دغه غونډه ارزښتنا که وبلله اود نشه يي تو کو په کنترول کې يي دګډ مسوو ليت پر اصل باندې ټينګار و کړ

دغه را ز د پا کستان د نشه يي تو کو پرخلاف دمبار زي وزير له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دخپل هيواد په همکاري باندې ټينګار و کړ او زيا ته يې کړه : په دې برخه کې او په هغه څه چې په دې درې اړ خيزه غونډه کې ژمنه پري وشوه په کلکه عمل کوي

 په دې غونډه کې د ملګرو ملتو دسا زمان له نشه يي تو کو سره دمبارزې ددفتر اجرائيوي رئيس هم ګډ ون درلود

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته