۱۰۰ ورځې

درايو پاڼو دپلټنې په ځانګړې برخه کې لس ټيمونه ور زيات شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نن  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې  دجمهوري رياست ددويم پړاو  دانتخاباتو په سلو کې  څه دپاسه درې شپيته رايې پاڼې پلټلې شوې دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى نورمحمد نور په دې  خبري غونډه کې وويل چې درايو پاڼو  دځانګړې برخې دپلټنې دبهير دګړندي کولو په خاطر چې شپږزره صندوقونه پکې شامل دي  لس نور ټيمونه هم زيات شول اوله څلويښتو ټيمونو څخه پنځوسو ټيمونو ته زيات شول.
ده څرګنده کړه چې پرون  درايو پاڼو  اته سوه شپږويشت صندوقونه وپلټل شول  چې له دې جملې څخه  څلور نوي صندوقونه يې له ځانګړې برخې څخه بياوپلټل شول اوپه ټوليزه توګه تراوسه پورې  له ځانګړې برخې څخه  ٤٢٦ صندوقه رايې پاڼې بيا پلټلې شوې دي او شميرلې شوې دي.
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى زياته کړه چې د رايو پاڼو دپلټنې بهير له پيل څخه تراوسه پورې  درايو پاڼو  څوارلس زره پنځه سوه شپاړلس صندقونه بيا شميرل شوي  او پلټل شوې دي  چې دټولو صندوقونو په سلو کې  درې شپيته  اعشاريه پنځه کيږي  او په دې بهيرکې  دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون  ٦٧٢ تنه کارکوونکي اوپه ټوليزه توګه  دجمهوري رياست ددواړو نوماندانو  ٣٦٤ تنه کتوونکي  اوملي او نړيوال کتوونکي شامل دي .
ده  دچک لستونو دجمبندۍ په باب هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې د وروستيو ارقامو له مخې  په ټوليزه توګه  پنځه زره اووه سوه دوه اتيا چک لستونه يا جدولونه پروسس  شوي اوله دې جملې څخه دوه زره اووه سوه يوولس جدولونه آرشيف ته سپارل شوي دي  چې ورباندې تصميم ونيول شي .
دغه راز دراتلوونکي دوشنبې له ورځې څخه دچک لستونو او دنتيجو دجدولونو په اړوند په علني ډول  دکتوونکو ، مشاهدانو اودمطبوعاتو په وړاندې  تصميم نيول کيږي  او دانتخاباتو خپلواک کميسيون هوډمن دى چې  دچک لستونو په باب له تصميم نيولو څخه ٢٤ ساعته مخکې  جزئيات يې رسنيو ته اعلام کړي .
دغه راز دانتخاباتودخپلواک کميسيون ويندوى  دولايتي شوراګانو دنوماندانو دکابل د٩٠٧  صندوقونو درايو پاڼې دبيا شميرنې په اړوند هم معلومات ورکړل او ويې ويل  چې تراوسه پورې  يوسلو شپيته صندوقونه يې شميرل شوي اوپه دې برخه کې هم کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته