امنیت

ددهراودولسوالۍ دامنيت دمديرپرخلاف ناوړه قصد اووه تنه ټپيان کړل

دارزګان ولايت  ددهراودولسوالۍ دامنيت مدير په يوه بمي ناوړه قصد کې ټپي شو .

دغه چاودنه پرون  ددهراودولسوالۍ په بازار کې ددغې ولسوالۍ دامنيت دمدير غلام محي الدين دتيريدوپه وخت کې رامنځته شوه.

درارسيدلو خبرونو له مخې،  دچاودنې په دې پيښه کې غلام محي الدين له دوو ساتوونکوسره يې  او څه ناڅه پنځه تنه ملکي وګړي  ټپيان شوي دي.

دارزګان پوليس په يوه خبرپاڼه کې وايي  چې دغه پيښه دچاوديدونکو توکو دچاودنې زيږنده ده  چې دطالبانو له خوا په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي و.

دسيمه ييزروغتون  ډاکترانو ددهراودولسوالۍ دامنيت دمديرروغتيايي حالت ښه بولى  خو په دې پيښه کې ديوبل ټپي شوي ملکي وګړي روغتيايي حالت يې خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته