۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو درايو پاڼو دپلټنې اوشميرنې بهير پاى ته ورسيد.

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نن  اعلام وکړ چې دجمهوري رياست ددويم پړاو  دانتخاباتو درايو پاڼو  دبياپلټنې اوشميرنې بهير  پاى ته ورسيد.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى  چې دخبريالانوپه وړاندې يې  خبرې کولې  وويل   دايو ډير ستر ماموريت و  چې له مخې يې  ورکړاى شوې رايې په سلو کې سل بيا په خاصه توګه  وپلټل شوې او وشميرل شوې .
دده دڅرګندونوله مخې، دغه بهير دسلګونو تنو ملي او نړيوالو  کتوونکو اود نوماندانو دکتوونکو او دکميسيونونو دکارکوونکوله  خوا ترسره شو او تيره شپه په برياليتوب سره پاى ته  ورسيدل.
ده د انتخاباتو دخپلواک  کميسيون په استازيتوب دملګرو ملتو له سازمان ، ملي او نړيوالو کتوونکو په تيره بيا له رسنيو څخه   چې په دې بهيرکې يې خپل اساسي اوملي رول له پلويتوب پرته لوبولى دى ،  مننه اوقدرداني وکړه.
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون ويندوى دغه  راز دهېواد له امنيتي بنسټونو  ، ناتو  او ايساف څخه  چې دانتخاباتو دامنيت په تامينولو کې يې  هلې ځلې کړي دي  مننه او قدرداني وکړه.
ده ټينګار وکړ چې په دې بهيرکې  ټول نړيوال معيارونه دملي او نړيوالو   ماهرانوله  خوا په پام کې نيول شوي  دي اوله مخې يې  د ٢٢٨٢٨ صندوقونو رايې بيا وپلټل شوې .
دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو درايو پاڼو دبيا شميرنې اوپلټنې بهير دروان کال دچنګاښ دمياشتې په ٢٦ نيټه پيل او دوږي دمياشتې په ١٣نيټه پاى ته ورسيد.
کميسيون  دجمهوري رياست له  نوماندانو او خلکو څخه وغوښتل ،  هغه نتيجې چې اعلاميږي ويې مني  ځکه نوماندانو پخوا ژمنه کړې ده  چې اعلام شوې نتيجې مني .
ده په تينګار سره وويل : چې دنتيجو له اعلام وروسته دې نوماندان  په ٢٤ ساعتو کې خپل شکايتونه  دانتخاباتو دشکايتونو په کميسيون کې ثبت کړي   او کميسيون دې   له ٤٨ ساعتونو وروسته نتيجه   دانتخاباتو خپلواک  کميسيون ته وليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته