ټولنه

دترافيکو رياست خبرتيا

دګډ امنيتي کميسيون دپريکړي له مخې ، دترافيکو دسالم بهير دامن او نظم دتامينولو او دواټ دترافيکو د برخه والو دخونديتوب او دترافيکي  پيښو د مخنيوي په مقصد دليږدونکو وسايطو له ټولو خاوندانو او متصرفينو او دغه راز دکاندارانو او ګرځنده پلورونکو  څخه غوښتنه کيږي  دغه ټکي  په پام کې ونيسي .

  ١_ د واټ دترافيکو دقانون  ٦١ ماده داسي حکم کوي .

  دموټر خاوند يا چلوونکي اجازه نه لري  ليږدونکي واسطه  له قانوني جواز سير اونمبر پليت  پرته په کار واچوي  سرغړونکي له دريو څخه تر شپږو مياشتو پورې په بند يا له دريو څخه تر شپږو زرو افغانيو په نغدي جريمې محکوميږي .

دغه راز هغه ليږدونې وسايط چې توري ښيښې لري له رسمې  اجازي پرته  دترافيکو بهير ته نه شي داخليدلي .

  ٢_  دواټ  دترافيکو دقانون  ٦٩  او  ٧٠ ماده داسي حکم کوي .  هيڅوک  نه شي کولاي دترافيکي ادارو له مخکنې اجازي پرته  په واسطي دشيانو ، تعميراتي موادو او نورو مالونو په ايښودلو  سره  عمومي واټ او پلي لاري  بندي کړي   سرغړونکي په دريو مياشتو بند اويا درې زره افغانيو نغدي جريمې محکوميږي  په ده برخه کې دګډ کميسيون له خوا ثابتي او ګرځنده کنترولي پوستي جوړي شوي او له سرغړونکو سره له تصويري ډله ئيزو وسايلو  له لاري قانوني چلند کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته