دجمهوري رياست د ملي امنيت سلا کار ډاکتر رنګين داد فر سپنتا پرون په بن کې په يوه خبري غونډه کې دبن په کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون خواشينو نکې و باله او وي ويل په دې کنفرانس کې دپاکستان نه ګډون د افغانستان لپاره ستونزي نه را منځته کوي
ده دغه راز وويل : ښه به داوه چې پاکستان په دې کنفرانس کې ګډون کړى واى او خپلې ستونزي يي له نړيوالې ټولنې سره طرحه کړي واى
له جرمني څخه د باختر د اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې : دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې يو شمير کارپوها ن په دې باور دي چې د پاکستان نه ګډون کولاى شي د بن د کنفرانس د پريکړو په وړاندې ستونزي رامنځته کړي خو يوشمير نور په دې کنفرانس کې دپاکستان نه ګډون يوه داسې تيشه بولي چې دغه هيواد په خپلو جرړو کې