٦ – کابلباختر دليندى ٢٥ مـــــــــــــــــــــــــــه
په جوز جان ولايت کې سيمه ييزو مقا ما تو نن دبهرنيو ځوا کو نو له خوا افغان ځوا کونو ته د امنيتي مسئو ليتونو د ليږد ونې د کميسيون له رئيس اشرف غني احمد زي سره په يوه غونډه کې په دغه ولايت کې د امنيتي چارو د تر لاسه کولو لپاره تياري څرګند کړ . خو ويې ويل دولت بايد د افغان ځواکو نو سمبالولو او زيا تو الى ته پاملرنه و کړې .
دشبرغان ښار د هيواد يوه هغه سيمه ده چې د ليږدونې په دويم پړا و کې يې امنيتي چاري په بشپړ ډول له بهرنيو ځوا کو نو څخه افغان ځوا کو نو ته سپارلي کيږي
په دې غونډه کې چې د امنيتي چاروا کو ، قو مې مشرا نو او سيمه ييزو حکومتي چاروا کو په ګډون په دغه ښار کې جوړه شوې وه ، دشبرغان والي محمد عالم صاعي ،اشرف غني احمد زي او ملګري هيات ته يې په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه وباله ، ويې ويل: ټول افغان ځوا کو نه ددغه ولايت دمرکز امنيتي مسئو ليتو نو منلو ته چمتو دي
په دغه سفر کې اشرف غني احمد زى ددغه ولايت له قو مې مشرانو ، امنيتي چاروا کو او ولسوالانو سره په غونډوکې امنيتي حالت اود افغان ځوا کو نو ځوا کمنې وڅيړله
د جوزجان والي او ولسوالا نو له بهرنيو ځوا کو نو څخه افغان ځوا کو نو ته د امنيتي مسئو ليتو نو د ليږد ونې د کميسيون له رئيس سره په غونډه کې د افغان ځوا کو نو دسمبالولو او زيا تو الى غو ښتنه وکړه
اشرف غني احمد زي له ولسوالانو سره ژمنه و کړه چې د اړونده ارګانونو له لارې دجوزجان د امنيتي اودفاعي اړتيا و په لري کولو کې مرسته کوي