نړۍ

دامريکا جمهوررييس دسرتيرو دوروستۍ ډلې هرکلي وکړ چې له عراق څخه راستانه شول

دليندي دمياشتې ٢٤ :

دباختراطلاعاتي اژانس  د وي  او  اي   نيوز دخبري سايت  له خولې خبرورکړ دامريکا  جمهوررييس بارک اوباما له عراق څخه د وروستۍ ډلې امريکايي عسکرو دستنيدو هرکلي وکړ  اوپه دې ډول په عراق کې دامريکا نهه کلنه جګړه پاى ته ورسيده.

بارک اوباما  دغو عسکرو ته دتورت  کارولينا په ايالت کې په خپلو خبرو کې  په خپلو خبرو کې وويل غواړي دغه تاريخي شيبه په خپل هيواد او دامريکا په پوځي ژوندانه کې جوته کړي .

ده وويل  ستاسوداعلي سرقوماندانۍ په توګه  ديو قدردان ملت په استازيتوب وياړ چې په پاى کې  دغه دوه جملې بيانوم چې ستاسي کورنۍ  هم موافقي دي خپل کورته ښه راغلاست  خپل کور ته ښه راغلاست

دعراق  په جګړه کې ٤٥٠٠ تنه امريکايي عسکر ووژل شول او څه دپاسه ديرش زره تنه  نور ټپيان شول اوباما وويل  دغه جګړه په  مجموعي ډول يو ترليون ډالره لګښت درلود.

اوباما ددغې جګړي لاسته رواوړنې فوق العاده وبللي  . په  عراق کې دجګړې  پاى دهغو ژمنو له جملې څخه و چې په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې له ده سره مرسته وکړه چې بريالي شي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته