سیاست

دالمان صدراعظمه : له افغانستان سره په راتلوونکې کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو چې دغه هيواد په خپلو پښو ودريږي اوخلک يې په سوله او آرامي کې ژوند وکړي

دالمان صدراعظمه انګلامرکل  چې پرون يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په حضورکې  دبن په نړيوال کنفرانس کې خبري کولي وويل  ، افغان امنيتي ځواکونو ته  دمسووليتونو دليږدونې دبهير له بشپړيدو وروسته  زموږ کار پاى ته نه رسيږي .

دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دويندوى ددفتردمعلوماتوله مخې په دې کنفرانس کې دالمان صدراعظمې  له افغانستان سره  دخپل هيواد دملاتړ په ټينګارسره وويل په تيرو لسو کلونو کې  مو ستر برياليتوبونه درلودل  اوله لسو کلونو وروسته  ددوو هدفونو په خاطر دلته راټول شوي يو.

لومړي  دنړيوالو ګټو په خاطر موږ  په افغانستان کې  دامن اوثبات غوښتنه کوو ترڅو هلته دتروريزم خطر موجود نه وي . او دويم غواړو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام  ورکړو ترڅو دغه هيواد په خپلو پښو ودريږي او خلک يې  په سوله او آرامي کې  ژوند وکړي .

دالمان صدراعظمې زياته کړه  موږ غواړو افغان امنيتي ځواکونوته له نړيوالو ځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي. او دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو او  روزنې په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

دالمان صدراعظمې څرگنده کړه او  ويي ويل  چې دافغانستان ستونزي يوازي  په خپله دافغانانو په لار دحل وړ نه دي .

ميرمن مرکل وويل  چې دافغانستان بيارغاونه له امنيت پرته  ناشونې دي  او دغه راز له ودي پراختيا پرته  امنيت  نه ترلاسه کېږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته