سیاست

دالمان دبهرنيو چارو وزير: دافغانستان خلکو ته زما روښانه پيغام دا دي چې موږ له تاسو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.

دالمان دبهرنيو چارو وزير ګيدووسترولر په هغې ميلمستيا کې چې دبن په کنفرانس کې  دگډون کوونکې هيئت په وياړشوې وه وويل په افغانستان کې سوله ، امنيت او نيکمرغي نه يوازي ددغه هيواد په ګټه دي بلکې دسيمي او نړۍ په ګټه هم  دي .

په دې ميلمستيا کې چې تيرماښام  دحامدکرزي په استوګڼځي پترسبورګ  ماڼۍ کې وشوه په هغې کې دهيواد  دجمهوررييس په ګډون سربيره دملګرملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون او دنړۍ دهيوادونو جګپوړو استازو هم برخه لرله .

 دالمان دبهرنيو چارو وزير وويل  سبا موږ دافغانستان اودنړيوالې ټولنې ترمنځ دنويو اړيکو دبنسټ ډبره  ږدو .   افغانستان له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دنړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيالري  . موږ بايد  دتاريخ تير وتنه تکرار نه کړو  په همدي لحاظ زه افغانستان خلکو ته روښانه پيغام لرم چې  موږ  له تاسو سره  خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.

ګيدو وسترولر  زياته کړه  : په افغانستان کې سوله ، نيکمرغي او امنيت نه يوازي  ددغه هيواد په ګټه دي بلکې  دسيمي او نړۍ په ګټه هم دي .

ده وويل  په ٢٠١٤ کال کې افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو ليږدونه په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې  دشتون دپاى ته رسيدو مانا نه لري  موږ له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان  نه هيرو او ددغه هيواد بيا جوړولو اوپرمختياته به زياته پاملرنه وکړو اوپه سياسي  ، اقتصادي  او امنيتي برخو کې به اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکړو.

وروسته دهيواد جمهوررييس  دوينا په کولو سره په دې ترڅ کې چې المان يې دافغانستان دخلکو لرغونې دوست باله ويي ويل  سبا المان يوځل بيا دافغانستان په باب ديو مهم کنفرانس  کوربه توب کوي . زه دنړۍ دنږدي سلو هيوادونو او نړيوالو سازمانونوله استازو څخه  غواړم چې  له افغانستان سره په تيره بيا  له ٢٠١٤ تر ٢٠٢٤  ميلادي کال پوري  له افغانستان سره د مرستي او همکاري لپاره خپلې ژمنې اعلام کړي.

 جمهوررييس ويل موږ به دافغانستان په دولتي مرکزونو کې داصلاحاتو په راوستولو کې  ژمن و اوسو  او دسولې دبهير په پرمخ بيولو کې  چې په خپله دافغانانو له خوا رهبري شي هلې ځلې وکړو.

 وروسته دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون خبري وکړي او ويي ويل  چې ملګري ملتونه به دمسووليتونو دليږدونې په بهيرکې او له ٢٠١٤ ميلادي کال  وروسته  افغانستان ته خپلو مرستو ته دوام ورکړي .

زه له سيمه ييزو همکارانو او له نړيوالې ټولنې څخه  غواړم  خپل ملاتړ ته دوام ورکړي اوپه گډه  دافغانستان دخلکو دنيکمرغي ، اقتصادي پراختيا اودسولې دتامينولو لپاره هڅه او هاندوکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته