امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دناتو ددريو عسکرو وژل کيدل

دناتو ځواکونو دافغانستان په ختيځ کې دخپلو دريو عسکرو دوژل کيدو خبرورکړ.

په هغي خبرپاڼه کې چې په کابل  کې دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري دباختراطلاعاتي اژانس ته  رسيدلي ده ويل شوي دي چې دغه عسکر پرون دافغانستان په ختيځ کې دماين دچاودنې له امله وژل شوي دي.

 خودايساف په خبرپاڼه کې دوژل شويو کسانو  دهويت او دپيښې  ددقيق ځاى په باب څه نه دي ويل شوي .

بايد وويل شي دافغانستان په ختيځ کې امريکايي عسکر ميشت دي.

ديادونې وړ ده چې دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پوري دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دايساف د وژل شويو عسکرو شمير پنځه سوه څلورويشتو تنو ته ر سيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته