سیاست

دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتژيکي تړون ملاتړ وشو

دملي مشارکت دجبهي غړو نن په يوه غونډه کې دافغانستان اودامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ له ستراتيژيکي تړون سره خپل ملاتړ څرگند کړ.

دباختر داطلاعاتي ا ژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې دملي مشارکت دجبهي رييس  نجيب الله کابلي ددغي غونډې هدف د هغه ستراتيژيکي تړون له لاسليک سره  ملاتړ وباله چې ټاکل شوې ده  دافغانستان او امريکا ترمنځ لاسليک شي .

ددغې غونډې په پاى کې ددغې جبهي له خوا يوپريکړه ليک هم صادرشو چې په هغي کې دغه ستراتيژيک تړون ددواړو هيوادونو په ګټه بلل شوي دي او له هغه سره په ملاتړ باندې ټينګار شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته