اقتصاد

دافغانستان انار دنړۍ مارکيټونو ته وراندې شوي دي

دافغانستان دکندهار انارو حاصلات سږ کال  دنړۍ په مارکيټونو کې وړاندې شوي دي .

دغه ټکې پرون دپرمختيااو تړقي دغيردولتي مرکز مسول ډاکترکين په هغې کتنه کې چې دکندهارله والي ډ اکتر توريالي ويسا سره يې وکړه ، څرګندکړاو ويې ويل: دغه مرکز دنوروکرنيزو محصولاتو ترڅنګدافغانستان په نامه دکندهارانار دنړۍ بازارونه ته وړاندې کړل.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې : په دې کتنه کې  ډاکتر کين وويل: پخوا دانارو محصولات دپاکستان او دنورو هيوادونو په مارک    سره نړيوالو بازارونو ته وراندې کيدل، خو سږکال دغه محصولات دافغانستان په نامه صادرشول.

دکندهاروالي دنړۍ بازارونوته دهيواد دصادراتودليږدولو په برخه کې دپرمختيا  او ترقي دغير دولتي مرکز ددغې مرستې له امله مننه وکړه او په د ې برخه کې يې دزياتو مرستو  غوښتنه وکړه .

ديادونې وړده : دغه مرکز دامريکا دنړيوالې پرمختيا دپروګرام يوه برخه ده چې دکرنې دپرمختيا په لاره کې په کندهار ولايت کې کارکوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته