سیاست

دآريانا شرکت رييس معرفي شو

٢٥ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

دآريانا افغان هوايي شرکت رييس نن ددغه شرکت کارکوونکو ته وروپيژندل شو.

نصرت احمدحکېمي د جمهوررييس دحکم له مخې دکپتان معين خان وردګ په ځاى ټاکل شوى دى .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې  په هغې غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوې وه دماليې وزير ډاکتر عمرزاخيل وال  دآريانا افغان هوايي شرکت رييس ددغه شرکت کارکوونکو ته  معرفي کړ او ويې ويل  په ادارو کې بدلونونه دکارښه والې په مقصد رامنځته کېږي

زاخيلوال زياته کړه  څرنګه چې دآريانا  شرکت په هيواد کې يو ملي اوتاريخي شرکت دى اوخلک زيات ورته اړتيالري بايد پاملرنه ور ته وشي  چې په خپلو عوايدو ولاړ وي   او بايد لګښت يې له عوايدو څخه زيات نه وي.

وروسته دآريانا افغان  هوايي شرکت نوى رييس په لنډو خبرو کې دهغه باور له امله چې ورباندې شوي دي مننه وکړه  او ويې ويل  سالمه سيالۍ به په ستونزو دبرياليتوب يواځيني لاره وي .

 دغه راز دآريانا افغان هوايي شرکت پخواني رييس کپتان معين خان وردګ  په تيرو کلونو کې دشرکت دکارونو په باب معلومات ورکړل

داريانا افغان هوايي شرکت فعاليت پنځه شپيته کلنه سابقه  لري  چې

دافغانستان دهوايي ملي شرکت په توګه په پنځو ٣١٠  او ٧٢٧  ډوله الوتکو  سره دهيواد په دننه او بهرکې دمسافرينو په ليږدولو کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته