کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د دولت اباد ولسوالۍ د مرکزي روغتون د پرانستلو لپاره د پلخ د عامې روغتيا رياست د مسوولينو هلې ځلې دوام لري.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خپرله مخې؛ د دولت اباد ولسوالۍ مرکزي روغتون چې له يوې مياشتې راپديخوا د وروستيو ناامنيو له امله تړل شوى دى د دغې ولسوالۍ خلک له جدي ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د ښار روغتونونو ته لېږدوي
په بلخ کې مدني بنسټونو د دغه ٥٠ بستريز روغتون د تړل کېدو په وړاندې غبرګون وښوده او هغه يې د ټولو انساني اوحقوقي معيارونو پرخلاف وباله .
د بلخ د عامې روغتيا رياست سرپرست وايي چې د سيمې د مشرانو په همکارى د دغه روغتون د پرانستلولپاره هلې ځلې دوام لري او په نږدې راتلونکې کې به بېرته پرانستل شي .
ويل کېږي اوس په بلخ کې ١٤٠روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي .او يواځې همدغه روغتون تړل شوى دى .
ختم_ ج – ا