کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر
په داسې حال کې چې تر اوسه د لغمان په ځینو برخو کې جګړې دوام لري حکومت له جګړې ځپلو سره د مرستې بهیر پیل کړ.
په تيره يوه مياشت کې د وسله والو د بريدونو په تعقيب، لغمان د سختو جګړو ډګر دی.
دغو جګړو په زرګونو کليوال د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي او له کومو آسانتياو پرته په ښار کې استوګن شي.
له طبيعي پيښو سره د مبارزې وزير لغمان ته سفر وکړ تر څو زرګونو جګړه ځپلو ته د مرستې رسولو لارې چارې و څېړي.
غلام بهاوالدین جیلاني د لغمان له والي رحمت الله یارمل سره په کتنه کې وویل؛ ډير ژر به په جګړې ځپلو کورنیو د نغدي مرستو او د خوراکي توکو د ويشلو بهیر پیل کړي.
هغه وویل ؛ له کورنیو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره په اړیکه کې دی چې د لغمان جګړې ځپلو کورنیو ته زیاتې مرستې برابرې کړي.
له طبيعي پيښو سره د رسيدګۍ په چارو کې ددولت وزیر وویل؛ ټاکل شوې ده په لومړۍ ګام کې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره بشردوستانه مرسته وکړي.
همدا اوس د لغمان کې له جګړو څخه په زرګونو بېځایه شوې کورنې چې په ښار کې شپې سبا کوي سرپناه ، خوراکي توکي، درمل او د ژوندانه لومړنيو توکو ته اړتيا لري.
د هېواد په ختیځ کې جګپوړی پوځي مقام وايی دوى په دې بریالي شوي دي چې وسله وال طالبان له الینګار، الیشنګ او ددغو ولسواليو له لارو څخه د مهترلام ښار ته وشړي، په داسې حال کې چې تراوسه هم د دولت شاه ولسوالۍ د وسله والوطالبانو په لاس کې ده .
پاى \ جهانیار