سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

حنفي: سوداګرو دې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو په تعلیم او تربیه کې تر خپلې وسې مرسته وکړي

کابل، د کب ۶مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو وارثینو ته د بدیل معیشت او د خوړو خوندیتوب برنامې په چوکاټ کې، د ۱۲۰ تنو د فراغت غونډې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مولوي عبدالسلام حنفي د شهیدانو او معلولینو د وارثینو پیاوړتیا لپاره د دغه ډول برنامو جوړولو له امله له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څخه مننه وکړه او ويې ویل، د ۱۳۵۷ کال د غویي له ۷ وروسته چې داخلي کمونېستانو کودتا وکړه او له هغه وروسته پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل وشو، نو زموږ د هېواد میلیونونه کسان او ماشومان شهیدان او معلول شول.

حنفي زیاته کړه، د مجاهدینو له بریا وروسته د خپلمنځي جګړو پر مهال هم زموږ زرګونه هېوادوال معیوب او معلول شول او متأسفانه په وروستیو شلو کلونو کې چې غربي اشغالګرو پر افغانستان برید وکړ  مجاهدین، د قرانکریم حافظان، ځوانان، ښځې او د مدرسو شاګردان شهیدان شول او لوی شمېر هم معلول او معیوب شول.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، نن الحمدلله اسلامي امارت د خپل مسوولیت په درک کولو سره د اسلامي نظام په توګه د اسلامي امارت د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان چې د اشغالګرو ځواکونو په بمبار کې په شهادت رسېدلي او همدارنګه د هغو کسانو کورنۍ، کونډې او یتیمان چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي او وژل شوي په شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې ثبت او سرپرستي یې کوي او د هغوی د ماشومانو لپاره یې د تعلیم اوتربیې زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل، متأسفانه زموږ ګڼ هېوادوال په تېرو شلو کلونو کې په نشه يي توکو روږدي شوي، چې له یو میلیون څخه زیات کسان یې ښځې او ماشومان جوړوي او خوشبختانه اسلامي امارت په ټول هېواد کې په مختلفو کمپونو کې زرګونه روږدي کسان راټول کړي او تر درملنې لاندې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې له سوداګرو او هغو کسانو چې مالي او اقتصادي وړتیا لري وغوښتل، چې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو په تعلیم او تربیه کې تر خپلې وسې مرسته وکړي، ترڅو هغوی وکولای شي په مختلفو برخو کې په زده کړو سره په راتلونکې کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته