-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د ولايتونو د ښځو د چارو رييسانو په اړوندو ولايتونوکې د ښځو او نجونو د ټولنيزې، اقتصادي اوتحصيلي حالاتو په باب معلومات وړاندې کړل .
هغوى په خپلو ولايتونوکې د دريم واحدنو نشتوالۍ، د اجراييوي صلاحيتونو او د کادرونو اود زده کړې خاوندو ښځو نشتوالى يوه مهمه ستونزه وبلله
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه وزارت د اغيزمن کار په مقصد په ولايتي مسوولانو د زيات تمرکز ټينګار وکړ اوويې ويل د هېواد په ولايتونوکې د ښځو د ستونزو د کمښت په خاطر د نورو بنسټونو په همکارى پروګرام جوړ شي .
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې د دغه وزارت له ولايتي رييسانوسره داړيکو د تامينولو لپاره د يو مشخص آدرس په مقصد انلاين غونډه جوړه کړه .
د باختراژانس د خبرله مخې، دغه غونډه د ښځود چارو وزارت د ولايتي مسوولانو د نطرياتود راټولولو او د پاليسۍ د ترتيبولو په موخه جوړه شوې ده .
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل