سیاست

حامد کرزى: په راتلونکي کال کې به د تلونکو محصلانو شميرزياتيږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي اعلام وکړ چې په راتلونکي کال کې به  له هېواد څخه بهرته د زده کړې لپاره د استولوشويو محصلینو شمېر دوه برابره شي.

دجمهوررييس دويندوىمطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

جمهوررئیس دغه  تګۍ په دودیزه لویه جرګه کې د دایکندي، پروان، بامیانو، میدان وردګ، غزني او د کابل ولایت له استازو سره د شنبې په ورځ په کتنه کې څرګند کړ، وې ویل چې بهرته د زده کړې لپاره د ځوانانو د استولو لپاره به له دولتي بودجې څخه بیل کړای شوي پنځه میلیونه امریکایي ډالره لسو میلیونو ډالرو ته لوړ کړي.

په روان کال کې له ټول هېواد څخه د دولسمو ټولګیو څلور سوه دوه ویشت تنه فارغان د لوړو زده کړو په موخه د دولت له بودجې څخه له هېواد څخه د باندې لیږل شوي چې په راتلونکي کال کې به د هغوی شمېر دوه برابره شي.

د لوړو زده کړو وزارت په روان کال کې د هېواد له هر ولایت څخه د دولسمو ټولګیو هغه اووه تنه فارغان چې د کانکور په آزموینه کې یې لوړې نمرې اخیستې وې، د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره یې له هېواد څخه بهر استولي دي او په پام کې لري چې ډیر ژر له هېواد څخه د باندې د استوونکو محصلانو لپاره د ټاکنې نوی طرزالعمل جوړ کړي.

په دې کتنه کې حامدکرزي یو ځل بیا  د هېواد د ځوانانو په ښوونې باندې ټینګار وکړ او له وروسته پاتې والي څخه یې د افغانستان د خلاصون او د دغه هېواد د راتلونکې نیکمرغۍ یوازینې لاره دافغانستان د ځوانانو ښوونه وبلله او د هېواد له ټولو مشرانو څخه یې وغوښتل چې په دې لاره کې  هڅه او هاند وکړي.

ددغې کتنې په ترڅ کې محمد حسین دانش، غلام حسین ابراهیمي، حیدرعلي احمدي، حاجي حضرت محمدجانان، خیال محمد حسیني او حاجي رمضان حسین زاده د دایکندي، پروان، بامیان، میدان وردګو غزني او دکابل د ولایتونو په استازیتوب خبرې وکړې او د اړوندو ولایتونو او سیمو ستونزې یې بیان کړې.

جمهوررئیس د طرحه شویو ستونزو او غوښتنو له آوریدو وروسته د دودیزې لویې جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د سیمو د ستونزو د حل په باب به اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي او همدا راز د دوی ځیني وړاندیزونه به د تصمیم نیونې په موخه د کابینې په غونډه کې مطرحه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته