سیاست

جمهور رئیس: نيشه يې توکي د افغانستان لپاره یو لوی مصیبت دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ایران د کورنیو چارو او د پاکستان د نيشه يې توکو په وړاندې د مبارزې له وزیر سره په ګډه کتنه کې وویل چې د مخدره توکو کښت، تولید، قاچاق او ترافیک د افغانستان لپاره یو لوی مصیبت دی او د افغانستان حکومت ددغې پدیدې په له منځه وړلو کې ژمن او هر ډول  همکارۍ ته تیار دی.

د بآختر اطلاعاتي اژانس ته د جمهور رييس دويندوى د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې

په دى کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ  کې تر سره شوه په داسې حال کې چې د نيشه يې توکو او جرمونو په وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یوري فیدوتیف او د افغانستان د نيشه يې توکو په وړاندې د مبارزې دچارو وزیرضراراحمد مقبل هم ګډون درلود، جمهور رئیس وویل چې د نيشه يې توکو په کښت او قاچاق کې بهرنې عوامل هم رول لري نو پکار ده چې له نړیوالې ټولنې سره په مشترک ډول ددغې ستونزې په وړاندې مبارزه ترسره شي.

دغه راز جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د نيشه يې توکو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري بنسټیزه خبره ده او په دې برخه کې ګټورې پایلې درلودلای شي.

د نيشه يې توکو په وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یوري فیدوتیف وویل چې تر اوسه پورې د نيشه يې توکو په وړاندې مبارزه کې ۱۶ مشترک عملیات د افغانستان-ایران او ایران- پاکستان تر منځ په سرحدونو کې د نيشه يې توکو د قاچاق وړونکو په وړاندې په بريالى ډول  ترسره شوي دي او په دې برخه کې نورې هڅې هم دوام لري.

ده زیاته کړه چې د نيشه يې توکو په وړاندې د پیاوړې مبارزې او په دې برخه کې د لاهمغږۍ په موخه به د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ شپږمه دری اړخیزه   غونډه په ایران کې جوړه شي.

د یادونې وړده چې د نيشه يې توکو په وړاندې د مبارزې په موخه د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ پنځمه دری اړخیزه غونډه د وزیرانو  په کچه نن په کابل کې پای ته ورسېده چې د نيشه توکو په وړاندې د ګډې مبارزې د لا پیاوړتیا، په دې برخه کې د معلوماتو د شریکولو  او د سرحدي همکاریو لپاره د یوه میکانیزم د جوړېدلو لپاره پکې موافقه رامنځ ته شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته