سیاست

جمهور رئيس حامد کرزي نن دبن په نړيوال کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وويل: له نن څخه لس کاله مخکې افغا نستان د نړيوالې ټولنې په همکارۍ ديوه ګډ هدف په لور نوى يون پيل کړ او په دې لاره کې په بيلا بيلو برخو کې دسترو برياليتو بو نو شا هدان يو.

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن دبن په نړيوال کنفرانس کې په خپلو خبرو کې وويل: له نن څخه لس کاله مخکې افغا نستان د نړيوالې ټولنې په همکارۍ ديوه ګډ هدف په لور نوى يون پيل کړ او په دې لاره کې په بيلا بيلو برخو کې دسترو برياليتو بو نو شا هدان يو.

له بن څخه د باختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : دبن دويم نړيوال کنفرانس نن له غر مي مخکې د المان دبهرنيو چارو د وزير په وينا سره په خپل کار پيل و کړ . دالمان د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې يوځل بيا د افغا نستان له خلکو سره د نړيوالې ټولنې او المان په ژمنو ټينګار و کړاو ويې ويل: بايد په افغا نستان کې تيري تيروتنې تکرار نه شي

ده دغه راز زيا ته کړه : المان به له ٢٠١٤ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته د وام ورکړي ، په تيره بيا د افغانستان د ملى پو ليسو دروزلو په برخه کې .وروسته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي خبرې و کړې اود تيرو لسو کلونو بدلونونه يې وڅيړل او کمزوري ټکي يې په ګوټه کړل

ديو دموکرا تيک افغا نستان د هغه افغا نستان په استا زيتو ب له تاسو سره خبرې کوم چې اساسي قا نون لري چې دښځو او نارينه و په ګډون د افغا نستان دټولو اتباعو حقوق پکې تسجيل شوى دى

جمهور رئيس زيا ته کړه: زموږ په هيواد کې څه نا څه اته مليو نه ماشوما ن او تنکي ځوا نا ن ښوونځيو ته ځي ،شپږ مليو نو تنوافغانانو په نړيوالو اړيکو برلاسي مو ند لى دي ، په زرګو نو فابريکې جوړې شوي دي او په زرګو نو تنو افغا نا نو ته کاري فرصتونه برا بر شوي دي .

جمهور رئيس په خپلې وينا کې په داسې حال کې چې په هيواد کې د پرمختللى اقتصاد يادونه وکړه څرګنده يې کړه ، بيوزلى د افغانستان د خلکو اساسي ستونزه ده چې بايد له دغې پديدې سره  په يوې ځواکمنې ادارې سره نړيوالې ټولنې په همکارۍ مبار زه وشى

حا مد کرزي په افغا نستان کې له امنيتي مسئلو سره هم اړيکې ونيولې او وي ويل چې د افغا نستان د خلکو اساسي ستو نزه د امنيت مسئله ده .ده وويل مخالفې ډلې کمزوري شوي دي باثبا ته او سو له ييز افغا نستان د خلکو ، سيمې اونړۍ په ګټه دى

 جمهور رئيس په دې وينا کې د امنيتي مسو ليتونو د ليږد ونې پروګرام  ددوديزې لويې جرګې له جوړولو اود افغا نا نو دسو لى له پروګرام سره هم اړيکې ونيولې

جمهور رئيس په خپلو خبرو کې د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د المان همکاري يې وستايلې ، ويې ويل ، د افغا نستان خلک له هغو کسانو سره سو له کو ى چې لاسو نه يې د خلکو په وينې ککړ نه وى ، د افغانستان اساسي قا نون و منى او له نړيوالو ترو رستا نو سره همکاري ونه لري .

د ملګرو ملتو دسا زمان سرمنشي بانکى مون هم د بن په نړيوال کنفرانس کې خبرې و کړې او وي ويل : موږنن ددې لپاره را غونډ شوي يو چې د افغا نستان د خلکو ستو نزې وڅيړو او  ددې ترڅنګ چې په تيرو لسو کلو نو کې يې د افغا نستان پرمختګو نه او برياليتوبو نه وستايل ، ويې ويل : د ملګرو ملتو سا زمان او نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤ کال وروسته له افغا نستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د مګرو ملتو دسا زمان سرمنشي په خپلو خبرو کې د ملکى وګړو د وژل کيدو پرمخنيوي ټينګار و کړ او زيا ته يې کړه :

دبشر حقوق اود ښځې حقوق هغه وخت په افغا نستان کې تا مينيدلاى شي چې په افغا نستان کې بشپړ امنيت تا مين شي

ده څرګنده کړه : دغه هدف ته رسيدل هغه وخت امکان لري چې نړيواله ټولنه د افغا نستان له خلکو سره مرسته و کړي

بانکى مون دغه راز وويل : له يوه باثباته افغا نستان څخه د افغانستان د ګاونډيا نو پو هيدل په خپله دهغوى په ګټه دى

وروسته د المان صدراعظمې ميرمن انکلا مارکل خبرې و کړې او له ٢٠١٤ م کال وروسته يې د المان په همکارۍ ټينګار و کړ

ددغه کنفرا نس بل وينا وال ډا کتر   زلمي رسول ، له نړيوالې ټولنې د ملګرو ملتو دسا زمان او جرمني څخه د بن د کنفرانس د جوړولو له امله مننه و کړه او له ٢٠١٤ م کال وروسته يې د نړيوالې ټولنې د همکار يو غو ښتنه و کړه

 دبن دويم کنفرانس دڅه دپاسه سلو هيوادو نو او نړيوالو سا زما نو نو د استا زو په ګډ ون په بن کې جوړ شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته