خبرونهامنیتTOP

جمهوررييس د قول اردو ګانو له قومندانانو او د زونونو د امنیتي مرکزونو له مسوولینو سره د اختر مبارکي وکړه

کابل/ د غويي ۲۵مه/ باختر
جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازيګر د ټلیفوني تماس له لارې د قول اردوګانو له قومندانانو او د زونونو له امنیتي مسوولینو سره د اختر مبارکي وکړه.

په پیل کې جمهوررئیس دوی ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه وې ویل: که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکوي تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ، ځکه موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یوو.

د قول اردوګانو قومندانانو او د زونونو د امنیتي مرکزونو مسوولینو، جمهوررئیس ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او د امنیتي وضعیت او هیوادوالو د امنیت د تامین په اړه یې د خپلو فعالیتونو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.

دوی جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان ته ډاډ ورکړ، که طالبان اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي د هیواد په هره سیمه کې به یې وځپي.

دوی ددې ډاډ هم ورکړ چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي د وطن او خلکو دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته