کابل، د غبرګولي۴مه، کابل
د امربالعروف نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي په افغانستان کې د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په کتنه کې سرپرست وزیر د ترکيې سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د یاد هېواد د بشري مرستو له کبله مننه وکړه.
دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او ترکيې تر منځ په اوږدو او ګډو فرهنګي او سیاسي اړیکو خبرې وکړې.
په کتنه کې د ترکيې سفیر وویل چې ترکيه افغانستان ته د ورور او نږدې دوست هېواد په سترګه ګوري او په وینا يې چې له افغانانو سره به یې بشري مرستې دوام ولري.
جهاد ارګینای همدارنګه وویل چې نړۍ باید د حجاب حکم غلط تعبیر نه کړي.
نوموړي یاده مسله د افغانستان داخلي موضوع وبلله او یادونه يې وکړه چې نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
په ورته وخت کې د امربالعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېد وزارت سرپرست د سفیر د خبرو په تائید زیاته کړه چې د وزارت اصلي موخه يې د سالمي ټولنې جوړول دي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي نظام باید داسې پيل شي چې د کرکې پر ځای ورسره د خلکو مینه پیدا شي.
افغانمل