کابل، د لړم ۲۹ مه، باختر
د تخار امنیتي مسوولینو، په یاد ولایت کې د تېرې میاشتې په لړ کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور د ۱۳۸ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د تخار امنیه قوماندان مولوي ضیا الحق حامد وویل چې ځواکونو یې د تېرې یوې میاشتې په بهیر کې ۱۳۸ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي چې له دې جملې څخه ۱۱۱ تنه د جنایي جرمونو، ۲۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او ۶ تنه نور یې د وژنې او تروریستي فعالیتونو په تور د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونوته سپارل شوې دي.