خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

– کابل/ د وري٧ مه / باختر

افغانستان به په بهرنیو مرستو پرمختګ ونه کړي او دا مرستې یوازې د لنډ مهال   لپاره د خلکو اړتیاوې پوره کولای شي.

د باخترآژانس مفسر ليکي؛ د غه څرګندونې  د رياست الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر دي، چې  پرون يې په هېواد کې د بزګرانو د جشن په پيل کې وکړې.

نوموړي د سکتوري وزارتونو پر مسوولینو غږ وکړ، چې د افغانستان د خود کفايي لپاره کار وکړي او له  نورو هېوادونو  د مرستو تمه ونه کړي.

ملا عبدالغني برادر ټینګار کوي چې افغانستان به د مرستو له لارې پرمختګ ونه کړي او د لنډ مهال لپاره به یې اړتیاوې پوره شي. هغه ویلي چې موږ ټول باید د هېواد  د پرمختګ لپاره لاسونه سره  یو کړو.

هغه څه چې دغه  لوړ پوړي دولتي چارواکي ويلي د افغانستان په اقتصادي ټولنه  کې يو حقيقت دى، په تېرو شلو کلونو کې تر څلوېښتو زياتو هېوادونو په  افغانستان  کې شتون درلود او هر يوه يې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي پلانونو او پروګرامونو  په هکله ويلي چې پروژې پلې کوي،   ډېر تبلیغات وشول، خو څه یې ونه کړل.

ستونزه دا ده چې افغانانو ونه شول کړاى چې د خپل هېواد  اقتصادي ودې مديريت په خپل لاس کې واخلي او بهرنیانو افغانان له دې کار څخه ډېر لرې وساتل.

بهرنیانو په خپلو اقتصادي پروګرامونو کې ځینې مشخصې سیاسي او استخباراتي موخې تعقیب کړې.

په داسې حال کې چې په بهرنيو مرستو د افغانستان تکيه کول د افغانستان راتلونکي اقتصاد له پاره زيانمن تمام شو او دا په ډاګه کوي چې پر بهرنیو مرستو تکیه  په افغانستان کې د ځان بسیاینې او پایداره اقتصادي پراختیا د لاسته راوړلو لپاره بریالۍ او د باور وړ الګو نه شي کېدای، دوی داسې تګلاره په مخکې ونيوله  چې له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره یې اقتصاد سقوط وکړ ځکه افغانستان له هره پلوه د بهرنيو هېوادونو په مرستو تکيه  شوى هېواد و.

اوس چې افغانستان د نویو پرمختګونو په حال کې دی، اقتصاد یې مخ پر ښه کېدو دی  او بهرني هېوادونه د پخوا په څېر د خپلو مرستو لپاره شرایط لري،  په داسې حالت کې یوازې ملي تحرک چې کولی شي دغه ډول ګډوډيو ته ځواب ووايي.

د رياست الوزرا لومړي مرستيال ويلي چې “بهرنۍ مرستې دایمي نه دي.  لکه څنګه چې موږ ټول وينو، نړیوالې مرستې کال په کال کمېږي او په راتلونکي کې به نورې هم کمې شي، د افغانستان د اقتصادي انحصاري پروګرام موږ ته دا ثابته کړه چې بهرنيانو  د افغانستان پر وړاندې دوه ګونې لوبه کړې ده.

نو پکار ده چې حکومت د هېواد د اقتصاد د ودې او پياوړتيا لپاره يو لړاقدامات وکړي او په دې پوه شي چې د افغانستان د زېربناوو او اقتصادي پراختيا مسووليت پخپله د افغانانو پر غاړه دی، نه د بهرنيانو.

په افغانستان کې بشري ځواک شتون لري او لاهم له استعدادونو څخه ډک هېواد دی، د بشري سرچینو اهمیت نن ورځ په بشري ټولنو کې د تولید او خدماتو چمتو کولو په بهیر کې ترټولو مهم عامل پیژندل کېږي،  د هېواد د اقتصادي ودې او په هېواد کې له انساني کار څخه د اغېزمنې استفادې لپاره باید په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي.

په دې برخه کې ښوونه او روزنه د بشري پانګې تر ټولو غوره سمبول په توګه د بشري منابعو د تولید په لوړولو کې اساسي رول لوبوي،  په داسې حال کې چې په هېواد کې د سواد د کچې ټیټوالی یوه له هغو مهمو ستونزو څخه ده چې د اقتصادي ودې او پرمختګ مخه ډب کوي. د هېواد اسلامي امارت ته پکار ده چې په مسلکي او تخنیکي برخو کې تخصصي پرسونل په ټولنه کې د ښه کار لپاره داخل کړي، دا مه هېروئ چې له جګړې وروسته د افغانستان بیا رغونه یوازې د افغانانو په غښتلي ځواک سره ممکنه ده او بهرنیان به له موږ سره زموږ په اهدافو او پلانونو کې مرسته ونه وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته